۱۵۵ انصار: (چهارشنبه، د کب ۸ مه)، تنه افغانان پرون (د کب ۷مه) په یوه چارتر الوتنه کې له اسلام آباد څخه د جرمني پلازمېنې برلین ته ولاړل.
د جرمني د کورنیوچارو وزارت پرون وویل چې د دې افغانانو له نیمايي ډېرو ته د زیانګالو خلکو د منلو د یوه ځانګړي پروګرام په ترڅ کې د جرمني ویزې ورکړل شوې دي.
د راپورونو له مخې د جرمني حکومت د یکشنبې ورځې له پارلماني انتخاباتو مخکې دې هېواد ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر په موقتي ډول ځنډولی و، چې په نتیجه کې یې له اسلام آباد څخه دوه الوتنې کنسل شوې.
د جرمني د بهرنیوچارو وزارت د معلوماتو له مخې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته په تېرو څه باندې دریو کلونو کې له ۳۵ زرو ډېر افغانان د جلا پروګرامونو په ترڅ کې دې هېواد ته تللي دي. د دې پروګرام په اساس ۳ زره افغانانو ته چې ژوند یې په افغانستان کې په خطر کې دی ډاډ ورکړل شوی چې جرمنې ته به انتقالېږي.
په عین حال کې له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنې په تېرو څو اونیو کې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د افغانانو په ګډون بهرنیو کډوالو په خونړیو حملو لاس پورې کړ. په وروستي مورد کې یوه ۲۴ کلن افغان کډوال د سلواغې یا دلوې په ۲۵مه لسګونه کسان تر موټر لاندې او ټپیان کړل چې دوو تنو یې وروسته په روغتون کې سا ورکړه.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34974